1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

افغانستان | 12.03.2010

امريکا: پاکستان بايد لکشر طيبه مات کړي

 

د امريکا د متحدو آيالتونو په پارلمان کې د اوباما په مشرۍ ادارې ته د پنج شنبې په ورځ وويل شول چې د لکشر طيبه په نوم اورپکو ته دې زياته توجه وکړي.

 

سربېره پر دې دې په اسلام آباد باندې فشار راوستل شي چې په پاکستان کې مېشت دغه سازمان دې کنترول کي. په لشکر طيبه باندې تور لگول کيږي چې په ممبۍ کې د 2008 کال په بريدونو او د نورو آوازو له مخې په کابل کې لږه موده وړاندې تر سره شويو بريدونو کې يې هم لاس درلود. په امريکا کې د ولس يوهء استازي وويل: «دغه د وحشيانو ډله بايد ماته شي.» دا د گيري اکرمن څرگندونې وې، چې د نمايندگانو په مجلس کې د منځني ختيځ او جنوبي آسيا د پلاوي مشر دی. هغهء زياته کړه: «لشکر طيبه د افراطيانو يوه وژونکې او خطرناکه ډله ده. هغوی ډېرې پيسې او يو کلک هوډ لري. تر ټولو ستونزمنه خبره دا ده چې هغه هم د پاکستان د پوځ لخوا منل او زغمل کيږي او هم ورپورې تړلې ده.» دغه څرگندونې دموکرات گوند پورې اړوند استازي اکرمن يوې غونډې ته وکړې چې د لکشر طيبه په هکله په کې خبرې کېدلې. لشکر طيبه هغه يوه تر ټولو لويه او شتمنه د اسلامي توندلارو ډله ده په سويلي آسيا کې، چې د پاکستان د څارگرې ادارې يا آي اس آي لخوا په کشمير کې د هند په وړاندې د جنگېدو په موخه يې ملاتړ شوی و. پاکستاني چارواکو د لشکر طيبه ډله ممنوع اعلان کړه وروسته له دې چې په 2001 م کال کې يې د هند پر پارلمان باندې حمله کړې وه، خو د چارو څېړونکي وايي چې په غير رسمي ډول لا تر اوسه پورې منل کيږي ځکه چې په پاکستان کې دننه ښايي چې تر اوسه پورې په بريدونو کې ښکېله نه وه. په ممبۍ کې د 2008 کال په نومبر کې د بريدونو له امله تر سلو زيات انسانان وژل شوي وو. ممبۍ د هند د سوداگرۍ يو مهم مرکز بلل کيږي. په امريکا کې د پارلمان استازي اکرمن وويل چې دغه ډله په پاکستان کې «څرگند عمومي حضور» لري او په ټول هېواد کې غريبو خلکو ته ټولنيز او خيريه خدمتونه وړاندې کوي. اکرمن زياته کړه چې «د اټکلونو له مخې لشکر طيبه په ټول پاکستان کې په کلو او ښارگوټو کې تقريبا 2000 دفترونه چلوي او د پاکستان له اردو سره اړيکي لري.»

Bildunterschrift: Großansicht des Bildes mit der Bildunterschrift:  

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستيو مياشتو کې وړانديز کړی دی چې په گاونډي هېواد افغانستان کې به د طالبانو د توندلارو په موندلو کې زياته مرسته کوي او د افغانستان د پوځ په روزلو کې هم غواړي چې ونډه واخلي. خو د امريکا د متحدو آيالتونو چارواکي اندېښنه لري چې د لشکر طيبه په وړاندې کوټلي گامونه نه دي اوچت شوي. د منځني ختيځ او جنوبي آسيا د پلاوي يو مهم جمهوريت غوښتونکي استازي، دېن بورتن، وويل چې د لشکر طيبه زياتېدونکی نفوذ د سيمې او نړۍ پر امنيت باندې جدي اغېزې لري.» بورتن زياته کړه: «لکه څنگه چې پوهېږو پاکستان اتومي وسلې لري، چې ټولې سيمې ته يو لوی گواښ جوړېدای شي که هغه د اورپکو لاسونو ته ورولوېږي.« په امريکا کې د پاکستان د چارو کارپوهې ليزه کورتيس څرگنده کړه چې واشنگټن بايد د لشکر طيبه د له منځه وړلو لپاره داسې بېړني پلانونه جوړ کي لکه څنگه چې د القاعدې د گواښ په وړاندې په کلک هوډ سره مبارزه کوي.

روينرس/ نسيم صابر

کتونکی: فضلي

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Journal

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.