1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

بشري حقونه | 14.03.2010

ملګري ملتونه:په نړۍ کي نژدې يو مليارد تنه کډوال دي

 

په حقيقت کي د نړۍ ټول خلک مهاجر دي.که د هر سړي ريښتينو جرړو ته نظر واچول سي، نو هر څوک له يوه ځايه بل ځای ته کډه سوي دي...

 

انسانانو د پيړيو په تر څ کي د ژوند لپاره د ښو شرايطو د پيدا کولو لپاره له يوه ځايه بل ځای ته کډه کړې او بالاخره په يو ځای کي ميشت سوي دي. خو نن ورځ د جغرافيايي سرحدونو په منځته راتګ سره مهاجرت او کډه کول هم ستونزمن سوي او کډوال په هر صورت له ستونزو سره مخامخ کيږي.

 

د آلمان د خبري آژانس انګليسي برخي په دې اړه هڅي پيل کړي دي،چي په نړۍ کي د کډوالو او مهاجرت په هکله څېړني وکړي، او هغه لومړنې شمېرې چي تر اوسه تر لاسه سوي دي هغه د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د 2009 کال د رپوټ له مخه په نړۍ کي نژدې يو مليارد تنه کډوال دي.

 

د دوی 740 مليون تنه سيمه ايزکډوال او پاته 214 مليونه نړيوال کډوال دي. ملګري ملتونه وايي، چي اکثراً 70 مليونه نړيوال کډوال له يوه پرمختيايي هيواد څخه بل ته او ډير نور بيا له يوه پرمختيايي هيواد څخه بل بډای هيواد ته خوځيږي. خو دلته اړينه داده چي د دوی په وړاندي له بشري حقونو څخه کار واخيستل سي او دوی ته د ژوند شرايط برابر سي.

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Journal

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.