| 03.12.2008 | 09:00 UTC
د امريکا خارجه وزيره کوندوليزا رايس هندوستان ته تلللې ده
د امريکا دمتحده ايالاتو خارجه وزيره کوندوليزا رايس د سياسي خبرو دپاره دهندوستان پايتخت نوی ډيلی ته رسيدلې ده . دا به هلته کوښښ وکي چه ددواړو همسايه اټومي قدرتو تر منځ تاوتريخوالی راکم کي .
د پاکستان او هندوستان تر منځ روابط د بمبيي تر وروستۍ حملو او چاودونو وروسته بېحده ډير خراب سوي دي . د هندوستان حکومت پدې عقيده دی چه د بمبيي دحملو تر شا په پاکستان کي مقيم د لشکر طيبه اسلامي سازمان ولاړ دی .
پرون پاکستان د هند حکومت ته د یوه ګډ تحقیقاتي کمیسون دجوړولو پشنهاد کړی ؤ .د پاکستان خارجه وزير شا محمود قريشي ويلي وه ، چه موږ تيار يو چه لای په لاس په ګډه سره کار وکو .










